په پکتیا کې د رزمي ورزشونو رینګ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۱۱:۴۱
په پکتیا کې د رزمي ورزشونو رینګ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د ۳۲۸۰۰۰ افغانیو په ارزښت د رزمي ورزشونو رينګ ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د پکتيا ولایت د بدني روزنې او سپورټ رئيس قاري نورالرحمن "تسکين" اداري کارکوونکو، د بېلابېلو ورزشي رشتو مسؤلينو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

دغه رینګ په داسې حال کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې تر دې وړاندې د یاد ولایت ورزشکاران له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان وو او تمه ده چې د دغه رېنګ په رامنځته کېدو سره به یې ستونزې حل شي.

د همدې مراسمو په اوږدو کې د مختلفو ورزشي رشتو ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې هم ترسره شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

ننگرهار؛ خوست آريانا لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه فوټبال سيالۍ چې ۱۰ ورځې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملت پارک کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS