په پنجشېر کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د پنجشېر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت د پروان او کاپيسا ولايتونو له ورزشي امريتونو سره په ګډه همغږۍ د نوموړي ولايت په ورزشي لوبغالي کې د فوټبال سيالۍ پيل کړې.
په دغو مراسمو کې د ياد ولايت والي حافظ عبدالحکيم اغا، د پنجشېر ولایت د علماوو د شوری رئیس شیخ محمد قیام الدین، د پنجشېر او کاپیسا ولایت ورزشي مسولينو، ولایتي مسولینو او سلګونو نندارچيانو ګډون کړی و.
د دغو سيالو د پيل په لوبه کې جبل سراج لوبډلې په پينالتيانو کې خپلې سيالې د پروان عقابانو لوبډلې ته د ۴-۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
دویمه لوبه ماسپېښین دوه بجې د پنجشېر او کاپیسا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ۴/ صفر د پنجشېر لوبډلې په ګټه تمامه شوه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به سبا ورځ هم ادامه ولري.
