په فاریاب کې د وزلوبې سیالۍ وشوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۱ - ۱۰:۲
په فاریاب کې د وزلوبې سیالۍ وشوې

د وزلوبې اونيزې سيالۍ د پښتونکوټ ولسوالۍ د قيصار، چهل ګزي او د مرکز ميمنې د چاپ اندازانو په ګډون وشوې.

دغه سيالۍ د فارياب ولايت په ورزشي ډګر کې د سلګونو نندارچيانو په شتون کې وشوې.

د چاپ اندازانو په وینا، په یاد ولایت کې د وزلوبې د ودې لپاره د یادو پروګرامونو پیلول خورا ګټور او ارزښتناک دي او موږ په لیوالتیا سره په دې لوبو کې ګډون کوو.

د دغو سیالیو د پیلولو موخه د فاریاب ولایت د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره څېرې ټاکل دي

د يادونې وړ ده، چې نن شنبه د روان کال د مرغومی مياشتې په يوولسمه نېټه د دشت دمقول په ورزشي ډګر کې د وزلوبې سيالۍ دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

ننگرهار؛ خوست آريانا لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه فوټبال سيالۍ چې ۱۰ ورځې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملت پارک کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS