په زرمت کې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۱۲:۸
په زرمت کې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

دغه سيالۍ چې د زرمت ولسوالۍ په سهاک سیمه کې ترسره شوې، په کې څلورویشت لوبډلو برخه اخيستې وه چې يوولس ورځې يې دوام وکړ.

چې په ورځ کې به د زون په کچه دمختلفو ولايتونو پنځه لوبې ترسره کيدې

د یادو لس اوریزه ټورنمنټ په پاې لوبه کې د منګل بازانو او رحماني ټیمونو سره مخ شول او په پای کې د منګل بازانو لوبډلې وکولای شول چې د اتلولۍ جام خپل کړي.

یاده دې وي،چې دلوبې په وروستۍ برخه کې کې پکتيا استخباراتو رييس مولوی عبدالقديم لياقت لخوا ددې فاينل لوبې لوبغاړي،دلوبې سپانسران د نقدي مکافاتو ترڅنګ کپونو درسنيو استازي او يوشمير نور مسئولين دمډالونو په ورکړې سره ونازول شول او هم ياده لوبه دنقدي مکافاتو ترڅنګ ګټونکې منګل بازان په نوم لوبډلې ته ديو موټر سايکل او يو دانه کپ په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سرو زرو مډال راوړونکی ورزشکار محمد يوسف جهانګیر سعودي عربستان ولاړ

د سعودي عربستان ورزشي مسوولینو په رسمي غوښتنه د موی تای برخې افغان ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د مډال ګټونکو ورزشکارانو د ستاينغونډې مراسمو کې د ګډون په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

BACK TO NEWS