په بلخ کې د ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ؛ د بلخ کفایت لوبډلې لومړۍ مقام خپل کړ
په بلخ ولایت کې د والیبال فدراسیون په نوښت د ولایتونو د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسیدې.
د دې سیالیو په پایله کې د بلخ کفایت لوبډلې لومړی، له هرات څخه ملک لوبډلې دوهم او د جوزجان عبدالقیوم لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
د دې سیالیو موخه والیبال ته وده ورکول او د ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ همغږي رامنځته کول و.
د دې سیالیو ګډونوالو په نورو ولایتونو کې هم د دې ډول سیالیو جوړېدو غوښتنه وکړه.