په باميان ولايت کې د لسو ورزشکارانو ترمنځ د بايسکل ځغلوونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۲۱:۴۱
په باميان ولايت کې د لسو ورزشکارانو ترمنځ د بايسکل ځغلوونې سيالۍ ترسره شوې

د‌ باميان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د بايسکل ځغلوونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د بايسکل ځغلوونې سيالۍ تر سره شوې.

په دغو سياليو کې ورزشکارانو د مير هاشم څلور لارې څخه تر شاه پولادي څلور سرکې پورې د لسو کيلو (۱۰ km) مترو په واټن بايسکل څغلونه ترسره کړه، چې په پايله کې عبدالعظيم وحيديار لومړی، حسين نيازی دويم‌ او لايق الله شايق درېيم مقام تر لاسه کړ.

د‌ دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د روژې مياشتې ښه راغلاست وو او په پای کې د ورزش امريت له لوري گټونکو لوبغاړو ته د اتلولۍ حکمونه، کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS