پهلوان شاه محمد لوګري په میدان ورګ ولایت کې د پهلوانۍ په زړه پورې نندارې وړاندې کړې.
پهلوان شا محمد لوګري او زوی یې د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ په سنګلاخ سیمه کې د پهلوانۍ بېلابېل نندارې وړاندې کړې.
ددغه نمایشونو د وړاندې کېدو پر مهال د ولایت مقام استازي، د جلرېز ولسوالۍ مسؤولین، ګڼ شمېر ورزشکارانو او نندارچیانو ګډون کړی ؤ.
د میدان وردګو د ولایت مقام استازو او د جلریز ولسوالۍ ولسوال قاري صبغت الله پهلوان شامحمد لوګري او زوی ته یې د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
پهلوان شامحمد لوګري او زوی یې په دغه نمایشونو کې د سر په وېښتنانو د موټر کشکول، ترکتور پر ځان تېرول، لویې لویې ډبرې پر ګېډه ماتول او داسې نور د پهلوانۍ نمایشونه وړاندې کړل.
د یادو ولو وړ ده تر دې وړاندې پهلوان شامحمد لوګري او زوی یي په مرکز میدانښار او سیداباد ولسوالۍ کې هم هېښووکې نندارې وړاندې کړې وې.
