پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۳۸
پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د کوچني اختر جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې د ميته لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ميته لوبډلې خپلې سیالې بيغمک لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د کوچني اختر نمانځل و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۵۲
Background image

بلخ؛ مارمل ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مارمل ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۴۹
Background image

پروان؛ غوربند ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په غوربند ولسوالۍ کې د اختر جام په نوم د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې څو ورځې. . .

BACK TO NEWS