ټایلنډ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بحرین ته ماتې ورکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۹
ټایلنډ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بحرین ته ماتې ورکړه

د آسیا د ملتونو جام سیالیو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ګروپي سیالیو په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې بحرین ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې له دې مخکې دوه سیالۍ ترسره کړې وې، چې له ایران څخه یې د ۳-۱ ګول په توپیر ماتې خوړلې وه او له کویټ سره یې لوبه په ۳-۳ ګولونو مساوي پای ته رسېدلې وه.

د اسیا د ملتونو جام د فوټسال سیالۍ د ټایلنډ په کوربتوب بانکوک ښار کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون د اپریل په ۱۷مه نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS