هلمند کې د دوو ولایتونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په کوربه توب د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې له غور او هلمند څخه د ٢٠٢ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د غور ولایت پهلوانانو د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ
