هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۲۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د مېوند لکي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې مېوند لکي لوبډلې خپلې سيالې سمسور اتلانو لوبډلې ته د ۷-۶ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
