هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۴ C لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۴ C لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د محمدي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې محمدي لوبډلې د ۳ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې روشن لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
