هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ځوانانو لوبډلې د ۵/۰ ګولونو په توپیر خپلې سیالې اشنا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.