کاپيسا کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۷:۵۹
کاپيسا کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نثار احمد بهاوي ورزشي لوبغالي کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې په بېلابېلو کټګوريو ترسره شوې، په پايله ۲۰ تنه ورزشکاران د کاپيسا ولايت د بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د کاپيسا ولايت د بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې له درېیوو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له کابل، پروان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۴
Background image

د ورزش ادارې فني او مسلکي او مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

 

د ورزش ادارې فني او مسلکي او مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په وړاندیز او د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرأ د عالي مقام د حکم پر بنسټ محمد یوسف افتخار د یاد ریاست د فني او مسلکي رئیس او ښاغلی نقیب احمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۰:۲۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د هيچکلي لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

BACK TO NEWS