هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۳۷
هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په اغا ولي افغان ورزشي لوبغالي کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې ښايسته خواجه اباد لوبډلې خپلې سيالې مسلم لوبډلې ته د ۶ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی دی، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

په خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د نجیب تلاش &e زرغون وطن والیبال جام سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د‌ بدني روزنې او ورزش امريت او والیبال فدراسیون د استازولۍ په همغږۍ د نجیب تلاش ، &e زرغون وطن والیبال جام سیالۍ، د نجیب تلاش خیریه بنسټ ، میلاد سټیل ، &e او مومن ګروپ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۵۲
Background image

د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه

د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.

دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS