هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په امير بلند اغا فوټبال حوزه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ورزشکارانو هڅولو او پرمختگ په موخه د فوټسال سيالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د اتحاد او درويشان لېسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې اتحاد لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.