هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوه ورځې يې دوام وکړ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اعظيمې لوبډلې خپلې سيالې حبيبې لوبډلې ته د ۳-۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
