هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګرشک ولسوالۍ مرکز په ابو الفتح لېسه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سيالۍ د سباوون هاشمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د ځوانانو او د سباوون هاشمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالي ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده؛ خو په پینالټيانو کې سباوون هاشمي لوبډلې خپلې سيالې ځوانانو لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د يادو سياليو غوره لوبغاړی رحمت الله، غوره ګول ساتونکی بصير احمد او غوره ګول وهونکی فريد احمد وټاکل شو، چې په پای کې غوره لوبغاړوته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ.