پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګرو پي سیالۍ د شاهین علي خېل لوبډلي په بریا سره پیل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې شاهين علي خېل لوبډلي خپلې سیالې کلب ګلبر لوبډلې ته د ۵/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې ۳۸ ورځې به دوام وکړي.