هلمند؛ په کرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۴:۱۷
هلمند؛ په کرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي سیالۍ پیل شوې

د هملند ولایت د ورزش امریت په مرسته د فوټبال فدراسیون استازولۍ له لوري د دې ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د «محمدحسن» په نوم د فوټبال حذفي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې د سیال افغان او لغمان شاهي لوبډلې سره لوبېدلې، چې د سیال افغان لوبډلې د ۱-۰ ګولونو په توپیر خپل سیال ته ماتې ورکړه.

په دغو سیالیو کې چې امیربلند اغا سیمه کې د محمدحسن ورزشي لوبغالي کې ترسره کیږي سیال افغان، لغمان شاهي، اتحاد، انوري، حبيبي، اريانا، خوشحال، افغان، لمر، العرب اوفا،رضوان، اقبال او نوی ځوانان لوبډلې برخه لري.

یادې سیالۍ چې دوې اوونۍ به دوام وکړي موخه یې د ځوانانو ترمنځ یووالی او اتحاد او ورزش ته هغوی هڅول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS