هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په PRT ورزشي ميدان کې د ۲۰ B لوبډلو ترمنځ د بايسکل په نوم د ټېب بال کرکټ گروپي سيالۍ د یارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د يارانو او رحمت الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، رحمت الله لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف کېښود، يارانو لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او درېيو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
دغه سيالۍ، چې د ځوانانو د هڅولو او پرمختگ په موخه ترسره شوې، شاوخوا ۱۶ ورځې يې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده بايسکل او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ورزشي وسايل ورکړل شول.
