هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۹:۳۷
هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت نادعلي ولسوالۍ په ګل اغا بازار سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د هیواد بازار اتلانو او ازاد قلمیار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه هیواد بازار لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې سيالې لوبډلې ته ۲۲۲ منډې هدف ورکړ. بل لوري ته ازاد قلمیار لوبډلې د ۱۲ اورونو په‌ لوبولو سره د شپږو لوبغاړو په زيان ۱۱۸ منډې جوړې کړې او په ۱۰۸ منډو يې ماتې وخوړه.

دغه سيالۍ چې درې اوونۍ به‌ دوام وکړي، موخه يې د ځوانانو ترمنځ اتفاق او يووالی ياد شوی دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS