هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه الماس لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سیالۍ، چې نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د قیس غني او ساحل یارانو لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چې په پايله کې ساحل يارانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴-۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
