هلمند؛ په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل سوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۲:۵۴
هلمند؛ په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل سوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند لسمه حوزه کې د رمضان جام په نوم د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي شپنۍ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې برادران لوبډلې خپلې سیالې بارکزو ځوانانو لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او بريايې وګټله.

د يادو سياليو موخه ځوانانو ته د سالمې تفريح برابرول دي، چې د روژې مبارکې میاشتې تر ۲۰ پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولايت په کچه د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د لامبو وهنې ملي فدراسيون له لوري د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، له کابل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې، چې یوه اونۍ به دوام وکړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ستاره صدام لوبډلې په اتلولي پای. . .

BACK TO NEWS