هلمند؛ په باباجي ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په باباجي ولسوالۍ کې د رمضان جام په نوم د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سیالۍ د سپين مسجد اتلانو لوبډلې په بريا سره پیل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د احمدي يارانو او سپين مسجد اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، احمدي يارانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د سپين مسجد اتلانو لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په لسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې د پنځو ويکټو په توپير سره وګټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې ۲۸ ورځې به دوام وکړي.