هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شاکر بارک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شاکر بارک لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې روشن لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.
