هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو پيليزه لوبه د حاجي سلطان او باوري شرکت لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه حاجي سلطان لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف کېښود، په ځواب کې باوري شرکت لوبډلې ياد هدف په ۵م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۵ ویکټو په توپیر وگټله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ په گروپي شکل ترسره کېږي او شاوخوا يوه اوونۍ دوام وکړي.
