هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قیس غني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې له استازولي سره په همغږي د هلمند بارک او فولاد صنعتي شرکت په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قیس غني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د قیس غني او سباوون هاشمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې قیس غني لوبډلې د ۵ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د یادو سیالیو موخه د هلمند ولایت د فوټسال غوره لیګ سیالیو ته غوره چمتو والی ښودل شوی دی.