هلمند؛ د مرکزي لېسې لوبډلې د هزار جفت حوزې فوټبال گروپي سياليو اتلولي وگټله
د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په گرمسېر ولسوالۍ نور علي نورزي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د هزار جفت حوزې فوټبال گروپي سيالۍ، د مرکزي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د مرکزي لېسې او نوي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې مرکزي لېسې د ۱/۲ ګولونو په توپير خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې دغو سياليو شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړ.
په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ او ستاینليکونه ورکړل شول.
