هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د خپلواک او پښتون بازان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې خپلواک لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو هدف وټاکه خو پښتون بازان لوبډلې یې په ځواب کې ۱۰۶ منډې وکړې او سیالۍ یې د څلورو منډو په توپیر وبایلله.
د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د باباجي ولسوالۍ ورزشي مسؤولانو، ورزش کارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
د سیالیو موخه د ځوانانو تشویق او پرمختګ ښودل شوې ده.
