هلمند، خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد لوبډلې له خپل ١۵۰منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۶۵ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سوپر آریانا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
