نیمروز؛ مرکز زرنج ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې
د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال حذفي سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نیمروز اتلانو لوبډلې خپلې سیالې ستارګان لوبډلې ته د ۸/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال او فوټسال لوبو ته وده ورکول دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
