نیمروز؛ مرکز زرنج ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې
د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې له ۱۸ کم عمره ځوانانو د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوهیار لوبډلې خپلې سیالې مینهت لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.
