نورستان؛ مرکز پارون ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۲۱:۱۱
نورستان؛ مرکز پارون ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې کامديش ولسوالۍ لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډو هدف وټاکه په مقابل کې وانټ ولسوالۍ لوبډلې ياد هدف پوره نه کړ او لوبه د ۱۱ منډو په توپير کامديش لوبډلې وګټله.

د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۲۱:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۲۱:۱۸
Background image

د غزني مرکز کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۳۲ غوره لوبډلو او الف او ب لوبډلو ترمنځ د غزني کپ په نوم د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۴۸
Background image

خوست کې د فوټبال الف ليگ پيل شو

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز اماني لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ پيل شو.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS