خوست کې د فوټبال الف ليگ پيل شو
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز اماني لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ پيل شو.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې بريال لوبډلې خپلې سيالې گلزار اکا لوبډلې ته د ۱-۰ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د ويلو ده، چې دغه ليگ به شاوخوا ۱۵ ورځې دوام وکړي او په پای کې به دوه غوره لوبډلې د ياد ولايت فوټبال غوره ليگ ته لار پېدا کړي.
