ننگرهار کې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۷
ننگرهار کې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د شپږو ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو سياليو د خوست، ميدان وردگ، لغمان، نورستان، پکتيا او کوربه ننگرهار ولايت لوبډلو گډون کړی، چې په پيليزه لوبه کې خوست آريانا لوبډلې خپلې سيالې ميدان وردگ زيولات لوبډلې ته د ۹ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دا سيالۍ سويل ختيځ زون څخه د افغانستان اتلانو غوره ليگ راتلونکي پړاو ته د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۱
Background image

هرات؛ مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کونګ فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۷
Background image

ننگرهار کې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د شپږو ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې.. . .

BACK TO NEWS