ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۵
ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د سلام پور ځوانانو او شگې قمري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شگې قمري لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې سلام پور ځوانانو لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې د څلورو ویکټو په توپير وگټله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول دي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو UFC سبک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت له ۲۱ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د UFC سبک لومړی پړاو ټاکنيزې سيالۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۵
Background image

ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ايسکي سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه يې دوام وکړ د. . .

BACK TO NEWS