ننگرهار؛ ښيوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ښيوې ولسوالۍ په کوز کاشکوټ سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د کوز کاشکوټ مرکزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د کوز کاشکوټ مرکزي او گوريگ مرکزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه کوز کاشکوټ مرکزي لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې گوريگ مرکزي لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۲ منډو په توپير وبايلله.
.د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې