ننگرهار؛ شينوارو ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د شينوارو ولسوالۍ په غني خېلو بازار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
دغه سيالۍ چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې زلمي د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، نور الدين دويم او عثمان بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.