ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۳:۳۳
ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

د‌ ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د‌ جلال اباد ښار په ورور ورزشي لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ولايت په کچه د فوټبال غوره ليگ سيالۍ د پېداگوژي لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د پېداگوژي او درونټې ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې پيداگوژي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د دغو سياليو موخه د ننگرهار ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پيدا کول ياد شوي دي، چې شاوخوا ۴۵ ورځې به دوام کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۷
Background image

لغمان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ميدانيو کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې م.ريم ځوانانو لوبډلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳
Background image

پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د کیک بوکسېنگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار اړوند المهدي کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۲
Background image

پکتیا کې د موی تای ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د موی تای فدراسیون فدراسیون د استازولي له لوري د سیدکرم ولسوالۍ په اتحاد کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

BACK TO NEWS