ننګرهار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د او-سپورټ رزمي سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
ننګرهار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د او-سپورټ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورت سبک رزمي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۵۴ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکر ګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت د‌ مرکز لښکرګاه ښار اړوند اوومې حوزې کوچني کارېز سيمه کې د ځوانانو د يووالي په نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند؛ په ناد علي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS