ننګرهار کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۳۳
ننګرهار کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۲۴ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS