ننګرهار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۸:۷
ننګرهار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې له ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې ۲۵ تنو خپلو سیالانو په ماتې ورکولو بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

ننگرهار؛ خوست آريانا لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه فوټبال سيالۍ چې ۱۰ ورځې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملت پارک کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS