ننګرهار؛ په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته وسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۲۶
ننګرهار؛ په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته وسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، دعوض کينګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د عوض کينګ او مومند سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د عوض کينګ لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د مومند سټار لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۵ منډې جوړې کړې او د ۷۱ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه د ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه مياشت يې دوام وکړاو په پای کې لومړي مقام ګټونکي لوبډلې ته يو عراده بايسکل ورکول شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۵
Background image

ميدان وردگ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له پنځو کلبونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۴
Background image

هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې ۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS