ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۲۶
ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونو د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ وشوې.

يادې سيالۍ د نيازي او چپرهار کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ وشوې، چې په‌ پايله کې شلو ورزشکارانو برياوې او لومړي مقامونه خپل کړل.

هېره دې نه وي، چې يادو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم بایلوده

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله دویمه لوبه ازبکستان ته ته د ٢ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان لوبډله به د دغو سیالیو درېیمه لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د یونیسیف مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ننګرهار ځواک لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS