ننګرهار؛ په شینوارو ولسوالۍ کې له نشه یي موادو سره د مبارزې په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۲:۴
ننګرهار؛ په شینوارو ولسوالۍ کې له نشه یي موادو سره د مبارزې په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د شینوارو ولسوالۍ په ۲۹مه ویاله کې د نشه یي موادو سره د مبارزې په نوم د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د شینوارو ځوانانو او شاهین سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه شینوارو ځوانانو لوبډلې ترسره کړه او سیالې لوبډلې ته یې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۹۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې شاهین سټار لوبډلې د اوو لوبغاړو په زیان ۱۳۵ منډې جوړې کړې او په ۶۳ منډو یې سیالې لوبډلې ته ماتې ومنله.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسوولینو، قومي مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و او یادې سیالۍ به ۴۰ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۰:۲۴
Background image

ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خوږياڼو ولسوالۍ په چمتلې ښارگوټي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۱
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۸
Background image

د غزني مرکز کې ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز په پيرزاده کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS