ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۰:۲۴
ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خوږياڼو ولسوالۍ په چمتلې ښارگوټي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د مملې شريف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې مملې شريف لوبډلې خپلې سيالې عوض خان کلب لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۲
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۵۴
Background image

تخار؛ خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۵۳
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سیالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې له ۱۵ لوبډلو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشوونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لویانو په عمري کټګوري کې. . .

BACK TO NEWS