ننګرهار؛ په شينوارو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۵۰
ننګرهار؛ په شينوارو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د شينواري سټار اوګلاهي ارباپانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شينواري سټار لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ګلاهي ارباپانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۸ منډې جوړې کړې او د ۳۵ منډو په توپير سره يي لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه له نظام څخه ملاتړ او يووالی دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS