ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۱۴ کلبونو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د ١٤ کلبونو ترمنځ د سنوکر رمضان جام سیالۍ د برادران کلب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د برادران او سپورټ سټار کلبونو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د برادران کلب له لوري زلمي د ۵/۳ میدانونو په توپیر خپل سیال عبدالخالق ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ او ګټونکو لوبغاړو ته کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.