ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٥٢ ورزشکارانو ترمنځ د او- سپورټ سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د ٥٢ ورزشکارانو ترمنځ د او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له ١٨ کلبونو د نویو ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ٥٢ تنو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې ٢٦ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.